د خوړو نړیوال سازمان (WFP) په افغانستان کې د بودیجې له کمښت څخه خبر ورکړی دی.
د خوړو نړیوال سازمان نن د پنجشنبې په ورځ د جنورۍ په دویمه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د ۱۴ میلیونه اړمنو خلکو له ډلې یواځې ۷ میلیونه افغانانو سره مرسته کولای شي.
دغه سازمان څرګنده کړې، چې ډېرې کورنۍ په لیرې پرتو سیمو کې د ژمي په سړو شپو ورځو کې د ژوندي پاتې کېدو لپاره د خوراکي توکو مرستې ته اړتیا لري.
WFP پر نړیوالو هېوادونو او همکارو بنسټونو غږ کړی چې د افغان اړتیا وړ کسانو د ملاتړ لپاره د خوړو نړیوال پروګرام ته مرستې برابرې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې اړمنې کورنۍ د ژمي په موسم کې بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.