د ملي ولسواک غورځنګ مشر محسن داوړ ویلي چې د پکتیکا په برمل کې د پاکستان هوایي بریدونه د افغانستان خپلواکۍ د کمزوري کولو هڅه ده.
هغه د پاکستان د امنیتي پالیسۍ ناکامي په ډاګه کړې او ټینګار یې کړی چې د طالبانو پروژې د ختمېدو پرته د ترهګرۍ ریښې نه شي ایستل کېدای.