د تېر جمهوري نظام د دفاع سرپرست وزیر شاه محمود میاخېل ویلي، چې پاکستان تل افغانان او نړۍ په دوه مخي سیاست تېر اېستلي دي.
هغه د پاکستان هوایي بریدونو ته په غبرګون کې وایي، پاکستان له یوې خوا له طالبانو سره خواخوږي ښکاره کوي، خو له بلې خوا پرې بریدونه کوي.
میاخېل زیاتوي، پاکستان هم مخالف او هم موافقې ډلې کنټرولوي، څو خپلې ګټې ترلاسه کړي.