پخواني ولسمشر حامد کرزي د پکتیکا په ولایت کې د پاکستان هوایي بریدونه غندلي، هغه یې د افغانستان ملي واکمنۍ ته ښکاره سرغړونه بللې. نوموړي پر پاکستان غږ کړی چې په خپلو سیاستونو له سره غور وکړي او د دواړو هېوادونو د ښه اړیکو لپاره د ملي واکمنۍ درناوی وکړي.