د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ د پاکستان هوايي بریدونو ته په غبرګون کې ویلي که چېرې دغه بریدونه تایید شي نو ممکن طالبان به ورته غبرګون وښيي.
زلمي خلیل زاد په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي دي چې دواړه هېوادونه د شخړو پر ځای یوې واضح موافقې ته اړتیا لري، چې تضمین وکړي دواړه هېوادونه خپلې خاورې د یو بل پر ضد د ګواښ لپاره نه کاروي.
نوموړي په ورته وخت کې کابل ته د پاکستان ځانګړي استازي سفر ته په اشارې ویلي چې ایا د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر به نوموړي ته اجازه ورکړي چې د شخړو د حل لپاره مذاکرات پیل کړي؟
دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني جېټ الوتکو نن سه شنبه ناوخته په پکتیکا او خوست ولایتونو کې ځینې اهداف په نښه کړي دي.
د طالبانو دفاع وزارت دغه بریدونه تایید کړي او ویلي دي چې په دې بریدونو کې عام خلک په نښه شوي دي.