د کرېکټ ملي لوبډلې نامتو لوبغاړی راشد خان ارمان په افغانستان کې د طالبانو له لوري د افغان نجونو او ښځو پر طبي زده کړو بندیز ته غبرګون ښودلی دی.
راشد خان ارمان په همدې اړه په خپله ټوېټر پاڼه کې لیکلي دي چې په هېواد کې د نجونو پر مخ د تعلیم او طبي څانګو د تړل کېدو له امله سخت خواشینی او مایوس شوی دی.
نوموړي څرګنده کړې چې په ټولنیزو رسنیو کې د نجونو او میندو د انځورونو او خپګان لیدل ورته ډېر دردوونکي دي.
د کرېکټ ملي لوبډلې یاد لوبغاړي ټینګار کړی چې افغان نجونې حق لري، چې تعلیم وکړي او خپلې ټولنې ته د طبي برخې سربېره په هره برخه کې د خدمت جوګه شي.
راشد خان له طالبانو غوښتي چې په خپلې پریکړې بیا کتنه وکړي او افغان نجونو ته د دین د اصولو مطابق د زده کړو زمینه برابره کړي.