‏پخواني ولسمشر حامدکرزي په افغانستان کې د طالبانو له لوري د افغان نجونو او ښځو پر طبي زده کړو بندیز ته په اشارې وايي چې دغه اقدام به افغان ښځو او ټولنې ته یو ستر خنډ رامنځته کړي.

‏حامدکرزي په خپله ټوېټر پاڼه کې لیکلي دي چې دا بندیز په داسې حال کې لګېدلی چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ښځې او میندې د روغتیایي ستونزو له سختو مشکلاتو سره مخ دي، او د ښځینه متخصصینو نشتون به د دې ستونزو د لا زیاتېدو لامل وګرځي.

‏نوموړي یوځل بیا ټینګار کړی دی چې د هېواد د پرمختګ یوازینۍ لار د تعلیم او زده‌کړو ترویج دی.

‏پخواني ولسمشر څرګنده کړې چې افغانستان هغه مهال کولی شي له بهرنیو مرستو بې‌نیازه کېدای شي، چې ټولنې ته د متخصصو او روزل شویو بشري منابعو زمینه برابره شي.

‏حامدکرزي د طالبانو له سرپرست حکومت څخه غوښتي چې افغان نجونو او ښځو پر وړاندې لګېدلي محدودیتونه لرې کړي.