د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ترک په افغانستان کې د طالبانو له خوا د نجونو او ښځو پر طبي زدهکړو بندیز یو بېساری ظلم یاد کړی او ویلي یې دي چې دا ډول حالت د نړۍ په هېڅ بل ځای کې نه لیدل کېږي.
ولکر ترک د یوه ویډیويي پیغام په خپرولو سره د طالبانو دا اقدام په کلکو ټکو غندلی او زیاته کړې ده چې دا بندیز به په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوقونه لا نور هم کمزوري کړي.
نوموړي له طالبانو غوښتي چې ژر تر ژره خپلې ټولې «تعبیضکوونکې» پالیسۍ لغوه کړي او ښځو او نجونو ته د زدهکړې او کار اجازه ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو مشر تېره ورځ په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر طبي زده کړو بندیز ولګاوه.
#theafghanistanpost #TAP #افغانستان #طالبان #ښځې #بشريحقونه #زدهکړې #نجونې