‏د افغانستان لپاره د امریکا سفارت د افغان ښځو او نجونو روان وضعیت په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

‏د امریکا سفارت د سه شنبې په ورځ د نومبر په ۲۷ مه نېټه په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي دي چې افغان ښځې او نجونې په افغانستان کې تاوتریخوالي، بې‌عدالتۍ او تبعیضي چلندونو سره مخ دي.

‏یاد سفارت افغان ښځو او نجونو سره خواخوږي څرګنده کړې او ټینګار یې کړی دی چې هره ښځه حق لري له وېرې او ډار پرته ژوند وکړي.

‏د ښځو د حقونو ډیری ملاتړي سازمانونه او فعالان هم د افغان ښځو لپاره د لا زیاتو عملي ګامونو غوښتنه کوي.

‏دا په داسې حال کې ده چې طالبان د هرې ورځې په تېرېدو سره پر افغان ښځو بندیزونه لګوي او د هغوئ حقونه یېزتر پښو لاندې کړي دي.