د افغانستان اسلامي جمهوریت د سولې مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزي د طالبانو له لوري پر افغان ښځو د لګول شویو بندیزونو د پایته رسېدو غوښتنه کړې ده.
معصوم ستانکزي نن سه شنبه د نومبر په ۲۶ مه نېټه په خپله اېکس پاڼه کې د افغان ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۶ ورځني کمپاین ته په اشارې لیکلي دي چې دنړۍ اسلامي او غیر اسلامی هیوادونه پر هغولارو چارو بحث کوي چې د ښځو پرواړندی تاوتریخوالی څنکه بندیدلی شی.
نوموړي څرګنده کړې چې داسلام ظهور سره دښځو پر وړاندی جاهلانه رفتار بند شو او د طالبانو حاکمیت باید د هېواد دبا عزته ښځو سره د توپیر او د جهالت د دورې چلند بند کړي.
دا په داسې حال کې ده چې نن سه شنبې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي و چې افغان ښځې او نجونې د طالبانو تر حاکمیت لاندې د سختو محدودیتونو سره مخ دي.