‏ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د کانګرس د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته د ډسمبر په ۱۱مه حاضرېږي. هغه به د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال د ګډوډۍ په اړه وضاحت ورکړي.

‏د کمېټې مشر مایک مککال ویلي چې دا پرېکړه د اوږدو سیاسي لانجو وروسته شوې ده. دا مسئله چې له درېیو کلونو راهیسې د امریکا په سیاسي چاپېریال کې یوه لانجمنه موضوع پاتې ده، د ګڼو پوښتنو سبب ګرځېدلې.

‏د ګډوډۍ پر مهال زرګونه افغانان او د امریکا متحدین د طالبانو تر ولکې لاندې پاتې شول، چې د دې پرېکړې لا جدي ارزونې ته اړتیا لیدل کېږي.