خبر:
د افغانستان د ملګرو ملتونو غړیتوب نن ۷۸ کاله پوره شو. په دې اړه یوناما ویلي، افغانستان د ۱۹۴۶ کال د نومبر په ۱۹مه د ملګرو ملتونو غړی شو.
په دغه مراسمو کې د افغانستان هغه مهال استازي عبدالحسین عزیز د ملګرو ملتونو منشور لاسلیک کړ. د افغانستان ترڅنګ ایسلنډ او سویډن هم په همدې ورځ د ملګرو ملتونو غړي شول.
یوناما وايي، ملګري ملتونه په تېرو ۷۸ کلونو کې په افغانستان کې د سولې، پرمختګ او همکارۍ لپاره هڅې کړې دي، او دا اړیکې د کلونو په اوږدو کې پیاوړې پاتې دي.