په آلمان کې د افغانستان سفیر یما یاري د آلمان د حکومت په غوښتنه له خپلې دندې استعفا وکړه. نوموړي ویلي، دا پرېکړه یې د دې لپاره کړې چې د سفارت د بندېدو او افغان مهاجرینو ته د زیاتو ستونزو د رامنځته کېدو مخه ونیسي.
د یما یاري پر ځای عبدالباقي پوپل، چې وړاندې د سفارت مستشار و، د سفارت سرپرستي ته ګمارل شوی. تر دې مخکې په بن ښار کې د افغانستان قنسول لطفالله سادات هم د ورته دلایلو له امله خپله دنده پرېښې وه.
دیپلوماتیکې سرچینې ګمان کوي چې دا بدلونونه ښايي د افغانستان د سفارت او طالبانو ترمنځ اړیکې نږدې کړي، خو تر اوسه طالبانو او د آلمان د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه څه نه دي ویلي.
په وروستیو میاشتو کې په لوېدیځو هېوادونو کې د افغان دیپلوماتانو پر وړاندې فشار زیات شوی چې له طالبانو سره تعامل وکړي.