الف: د تعاون او همکارۍ زیاتولو لارې چارې
د انسان د زده کړې، تربیې او بدلون وړتیا، او همدارنګه د همکارۍ ګټې موږ ته دا هیله راکوي چې په انساني ټولنو کې به تشدد کم او همکاري زیاته شي. د دې هدف ترلاسه کولو لپاره، لاندې وړاندیزونو عملي کول مهم دي:

نړیواله همکاري: نړیوال ائتلافونه او عامه او خصوصي مشارکتونه باید د سیالۍ او همکارۍ لپاره ګډې هڅې وکړي، تر څو همکاري پراخه او سیالي مثبت لوري ته وګرځول شي.

د ژوند د لومړیو ۲۰۰۰ ورځو پالنه: د ماشومانو د ژوند په لومړیو ۲۰۰۰ ورځو کې (چې د داخل رحمي ژوند له پیله ژوند تر پنځه کلنۍ پورې کیږي)، د هغوی او د میندو ځانګړې پالنه باید وشي، ځکه چې په دې موده کې د ماشومانو دماغ، شخصیت، او باورونه جوړېږي. که په دې پړاو کې ماشومانو ته د همکارۍ، احترام، او مثبتو اړیکو ارزښتونه تلقین شي، نو دغه باورونه د دوی په ذهن کې تل پاتې کېږي. دا ډول روزنه د ایډیال نسل د روزلو لپاره حیاتي ده.

تعلیم او پوهاوی: په ښوونځیو او پوهنتونونو کې باید د همکارۍ، متقابل احترام، او ګډو انساني ارزښتونو په اړه پوهاوی زیات شي. د تعلیم له لارې باید زده کوونکي د ټولنیزو ګټو د پېژندول لپاره وهڅول شي. والدین او ښوونکي باید د خپلو ماشومانو په روزنه کې د همکارۍ پر اهمیت خبر شي.

مثبتې اړیکې جوړول: د ټولنې د خلکو ترمنځ د باور او همکارۍ اړیکې جوړول باید لومړیتوب ولري. دا اړیکې باید د صداقت، احترام، او متقابلې همکارۍ پر بنسټ وي، چې په ټولنیزو ډلو کې د همکارۍ په زیاتوالي کې مرسته وکړي.

علمي څېړنې: د همکارۍ د زیاتولو لپاره باید د انسانانو او ټولنې په اړه علمي څېړنې ترسره شي، چې په دې سره د انسانانو همکاري او سوله‌ییز تفاهم په باب معلومات او وړاندیزونه رامنځ ته شي.

مثبت ټولنیز نورمونه ترویجول: په ټولنه کې د همکارۍ او متقابلې مرستې اصول باید عام شي. د مطبوعاتو، ټولنیزو رسنیو، او فرهنګي پروګرامونو له لارې باید د مثبتو اخلاقو او همکارۍ ارزښتونه خپاره شي.

صحي چاپیریال جوړول: یو روغتیا بخښونکی چاپیریال د همکارۍ او مثبتو اړیکو د پرمختګ لپاره ډېر مهم دی. د عادلانه قوانینو تطبیق، د بشري حقونو درناوی، او د ټولنیزو بنسټونو تقویه کول د همکارۍ لپاره مناسب شرایط برابروي.

مدني ګډون: په مدني او رضاکارو فعالیتونو کې د ګډون کلتور باید وده ومومي. خلک باید وهڅول شي چې په عامه چارو کې ګډون وکړي، دا کار د همکارۍ او یو بل سره د مرستې فضا رامنځته کوي.

د سولې ایز کلتور ترویج: سوله ایز کلتور باید په ټولنه کې عام شي، تر څو د جګړو او شخړو مخه ونیول شي او د همکارۍ فضا رامنځته شي. د سولې په اړه د خلکو پوهاوی لوړول او هغوی ته د سوله ایزو ارزښتونو په باب پوهه ورکول ضروري دي.

په پالیسیو کې اصلاحات: حکومتونه باید انساني نسل د خطرناکو فکرونو او کړنو څخه وساتي او د همکارۍ او سولې لارې ورته خلاصې کړي. په قوانینو او پالیسیو کې اصلاحات کولای شي د انسانانو پرمختګ او همکاري زیاته کړي.

نړیوالې همکارۍ: نړیوال بنسټونه او هېوادونه دې د ملتونو ترمنځ د همکارۍ او نړیوالو ستونزو د حل لپاره داسې توافقات رامنځته کړي چې جګړې او یرغلونه کم او په پای کې مهار کړي او همکاري زیاته کړي.
ب. سم لور د سیالۍ ته د سوقولو لپاره، لاندې ګامونه اخیستل مهم دي:

اخلاقي معیارونه: که غواړو سیالۍ د انسانیت د ګټو پر لور سوق شي، اخلاقي معیارونه او عادلانه اصول باید ورته وضع شي.

نوښت او خلاقیت: د همکارۍ او ګډې سیالۍ کلتور باید وده ومومي، چې ګډونوال د نوښت او متقابلې همکارۍ پر لور وهڅوي.

ټولنیز تعاون: شرکتونه او پانګوال باید د ټولنیز مسؤلیت په چوکاټ کې د مثبتې سیالۍ له لارې ټولنې ته ګټه ورسوي.

زده کړه او مهارتونه: تعلیمي سیستمونه باید داسې ډیزاین شي چې سیالي د مهارتونو د پیاوړتیا سبب شي.

د سیالۍ او همکارۍ توازن: د دوامداره پرمختګ لپاره د سیالۍ او همکارۍ ترمنځ توازن حیاتي دی. باید سیالي هم په نیکو کارونو کې وي.

عامه پوهاوی: د ټولنیزو ګټو په باب د عامه پوهاوي لوړول او د خلکو دخېلول پر همکارۍ د سیالۍ د بدلولو لپاره مهم دي.

د ناروغیو او بې سوادۍ سره مبارزه: د جګړو او منفي سیالي پر ځای باید د پرمختګ لپاره د نړیوالې روغتیا او زده کړې په برخو کې مثبتې سیالۍ وهڅول شي.

د چاپیریال ساتنه: د چاپیریال ساتنې لپاره باید په شنه ټیکنالوژۍ، او د اقلیمي بدلون په وړاندې مبارزې کې نوښتیزې هڅې او مثبتې سیالۍ وهڅول شي.

فضایي څېړنې: په فضایي څېړنو او دفاع کې باید مثبتې سیالۍ د ټول بشریت د ګټو په لور سوق شي.