تاریخ دا ښيي چې انسان د ټولنو جوړولو، ګډ کار، او پرمختګ لپاره تعاون کړی او د بقا، منابعو، واک او جوړو پر سر یې سیالۍ ته مخه کړې ده، چې کله مشورع وه او د پرمختګ او انګېزې سبب شوې او کله منفي وه چې د تشدد سبب شوې ده. د زورزیاتي او تشدد مسیر د تاریخ په اوږدو کې ورو ورو کم شوی او د همکارۍ سطحه زیاته او پراخه شوې ده.
د بیولوژي له نظره انساني جینونه د همکارۍ او سیالۍ دواړو استعداد لري، او له حالاتو او اړتیاوو سره سم یې مربوط خواص فعالیږي. ښوونه او روزنه، چاپیریال، دیني او فرهنګي ارزښتونه، د فکر ډول او ټولنیز قراردادونه د دې سبب کیدای شي، چې د انساني جینونو هغه برخې متبارزې شي، چې تعاون، همکاري او مینه غوړوي او د کینې، کرکې، غفلت او تکبر مخه نیسي. د مینې، همکارۍ او مرستې پر مهال هغه هورمونونه فعالیږي چې بدن ښېرازوي او د خوښي احساس تولیدوي، خو د ګواښ او خطر څخه د دفاع او یا تفوق غوښتولو په صورت کې هغه هورمونونه تولیدیږي، چې د بدن له دوامدارې ښېرازۍ او ودې سره مرسته نه کوي. د یو سیستم په توګه د بدن سل ټریلیونه حجرې په پوره همکارۍ کار کوي او د اړتیا پر مهال یې زیات شمېر د سیستم د ژوند او بقا لپاره خپل ژوند په خطر کې اچوي.
عصبي علوم راڅرګندوي چې انسان د همکارۍ او سیالي دواړه ډوله استعدادونه لري، چې د دماغ په مخکنۍ برخه کې یې مرکزونه واقع دي.
ارواپوهنه وایي چې ټولنیز سلوک، د ټولنو جوړول، په ګډه د منابعو لاس ته راوړل او ساتل انسانان همکارۍ ته هڅوي او د بقا اړتیا، له خطر او ضرر سره مقابله او کله کله لوړتیا غوښتنه یې سیالۍ ته مجبوروي. همکارۍ له سکون سره، او سیالي زیاتره له اضطراب سره مله وي. انساني غرایز او شهودي احساس هم د بقا او ټولنیز تړون لپاره همکاري تشویقوي، خو د بقا او ګټو د خطر په صورت کې سیالي ګر قوتونه راپاروي.
په فلسفه او سیاست کې هابز، نیچه، ماکیاولي او تر یوه بریده مارکس باور لري چې دسپلین او ټینګ قوانین باید د انسان سرکش طبیعت بغاوت ته پرې نږدي، خو ژان ژاک روسو او جان لاک وایي چې انساني طبیعت خیرخواه او همکار دی، باید د قوانینو د جوړولو او تعمیل له لارې له ضرر او خطر څخه وساتل شي. اسلامي فیلسوفان لکه ابن سینا او فارابي هم انساني فطرت تعاون کوونکی ګڼي او سیالي یوازې د ضرورت او ښو کارونو لپاره توصیه کوي.
ټولنپوهنه هم وایي چې ټولنیز پیوند، ټولنیزتوب، مشترک فرهنګ، ګډ روایت، او ګډې ګټې انسان همکارۍ ته سوقوي، خو د (موږ) او (دوی) تر منځ واټن او تفاوت یې سیالۍ او دفاع او کله کله تیرې ته ورکاږي. ابن خلدون وایي چې کله په ټولنو کې انسجام او اتحاد ټینګ وي، همکاري پکې لوړو سطحو ته رسیږي او د تمدن جوړېدو سبب کیږي،چې له مقابلو ټولنو په سیالۍ کې مخکې کېږي، خو کله چې یو تمدن یا یوه ټولنه فاسده شي، داخلي سیالي پکې رواجیږي او مخ په زوال درومي.
انسان پېژندنه وایي چې انسان د متقابل ملاتړ لپاره همکاري کوي، خو اړتیاو د پوره کولو او دفاع لپاره سیالۍ ته هم محبوریږي. لرغونپوهنه تاییدوي چې انسان د حالاتو او اړتیاوو سره سم هم همکاري کړې ده او سیالۍ یې کله د د فاع کله د زور زیاتي شکل نیولی دی.
فزیک او ریاضي په مستقیم ډول د انساني سلوک په باب څه نه وایي خو قوانین یې په ټولنه کې هم د تطبیق او تطابق وړ دي. مثلاً د طبیعي سیستمونو انسجام د انرژۍ د زیاتوالي او سم مصرف سبب کیږي، همدغه ډول په ټولنه کې هم انسجام او همکاري د تداوم او بقا سبب کېږي.
دینونه انساني فطرت او طبیعت پاک ګڼي، چې الهي روح پکې پوکل شوی دی، خو د شیطاني وسوسو، غفلت او بې پروایۍ په صورت کې انحراف کوي. دینونه بېرته خپل اصلي حالت ته د انسان د ورګرځېدا لپاره د تقوا، ښېګڼې او تعاون لارښوونې کوي. قرآن د نورو الهي کتابونو د تصدیقونکي، ساتونکي او بشپړونکي په توګه انسان د ځمکې خلیفه (سرپرست) ګڼي چې په بهترین شکل پیدا شوی، الهي روح پکې پوکل شوی، اعلی او د ملایکو مسجود دی او د ټولو شیانو د نومونو علم ورکړل شوی دی. انسان همدا راز د کرامت خاوند او تر زیاترو مخلوقاتو لوړ ګڼل شوی دی. او د همدې خواصو لرلو له امله ورته امر شوی دی چې په ښیګڼه او تقوی کې یو له بله تعاون وکړي او په تنګ نظرۍ او سرکشۍ کې تعاون ونه کړي، او حتی له دښمن سره هم د عدالت حدود وساتي.
د پورته توضیحاتو په رڼا کې زما برداشت دا دی چې همکاري او تعاون د انسان فطري میلان دی چې مثبتې نتیجې لري. له بل لوري د سیالۍ استعداد هم د انسان په جوړښت کې شته خو د دفاع او بقاء لپاره. خو که د دفاع او بقا لپاره دا ورکړل شوی استعداد انحراف وکړي، او د منابعو، واک او برترۍ تر لاسه کولو لپاره په منفي شکل وکارول شي، هم ټولنو او هم فرد ته د زیان سبب کېږي.