د سیاست په نړۍ کې مفکرین او سیاستمداران د انساني فطرت په باب بېلابېل نظرونه لري:

  1. ماکیاولي وایي چې وګړي باغي طبیعت لري او د ټولنې د نظم لپاره باید قانون او حکومت موجود وي. دی باور لري چې واکمن باید د قهر او رحم دواړه مخونه ولري، خو که د قهر او رحم تر منځ یو بدیل انتخابول پکار وي، باید قهر او ویرول انتخاب شي. ماکیاولي همداراز وایي چې حاکم دې پر اخلاقو تظاهر وکړي، خو په عمل کې دې پرې پابندي نه کوي.
  2. توماس هابز وایي چې انسان فطرتاً د خپلې بقا لپاره هر ډول تشدد کوي. پیاوړی مرکزي قدرت باید ټولنه له ګډوډۍ او جګړو وساتي. دی د یو قوي او مطلق حاکمیت پلوی دی، او باور لري چې ویره او زور د حکومت کولو ضروري وسیلې دي، خو د دې تر څنګ باید حاکم عادلانه او منظم حکومت وکړي.
  3. جان لاک د هابز پر خلاف باور لري چې د حکومت مشروعیت د خلکو له رضایت څخه راځي، نه د ویرې او جبر له لارې.
  4. ژان ژاک روسو هم په “ټولنیز تړون” کې وایي چې حکومت باید د خلکو د عمومي ارادې سره سم خدمت وکړي. قهر او جبر مردود دي او حقیقي واک د خلکو د رضایت او ګټو د تأمین مسؤول دی.
  5. کارل مارکس باور لري چې د حکومت رول باید د طبقاتي توپیرونو له منځه وړل وي. نوموړی په عمومي ډول د قهر او ویرې کارول نه تاییدوي، خو باور لري چې د واکمنۍ ساتلو او نوي ټولنیز نظم د بنسټ ایښودلو لپاره ممکن د انقلابي قهر او زور کارولو ته اړتیا پېښه شي.
  6. فریدریش نیچه چې ماکیاولي ته ورته نظریات لري، وایي چې اخلاق او اصول باید د ځواک او قوت له مخې تعریف شي، او پیاوړي کسان باید د ځواکمنو صفتونو او قهر له مخې پر نورو واکمن وي.
    انسانِ ټولنو له فرد څخه کورنۍ، قوم، قبیلې او ملت ته انکشاف کړی دی، د دې هر واحد د تنظیم لپاره یې مسؤولیتونه ویشلي دي. یو ملت د خپل ټولنیز انکشاف په تر ټولو لوړه مرحله کې پدې توانمنیږي چې خپل دولت جوړ کړي.
    سیاست د دولتونو او هیوادونو چلولو او رهبري کولو هنر او توان دی، چې له یوې خوا د زیاتو ګټو سبب شوي دي، لکه د د ټولنیز نظم تأمین، د بې د نظميو مخنیوی، امنیت راوستل او ساتل، سوله او ثبات ټینګول، اقتصادي پرمختګ راوستل، قانون جوړول، تطبیقول او عدالت تأمینول، او د تعلیم، روغتیا، ترانسپورت، اوبو رسولو او بشري مرستو په شان د ټولنیزو خدمتونو ټولنیزو خدمتونو وړاندې کول.
    خو له بل لوري د ځینو زیانونو سبب کېدای هم شي، لکه استبداد، زور، جبر، جګړې، تاوتریخوالی، ظلم، بې عدالتي، اقتصاديتابرابري، بیوروکراسي او فساد.
    سیاست او دولت په لویه سطحه تعاون او بشري پرمختګ ته لار هم هواروي، او په لویې تباهۍ هم رامنځ ته کولی شي.
    په یوه جدول کې مې د دولتونو او سیاسیونو له خوا د لسو مهمو جګړو د تلفاتو شمېر چې ۱۴۲ میلیونه کیږي، د لسو ساینسي کشفونو په نتیجه کې د انسانانو د ژوند ژغورلو سره مقایسه کړو چې ۷ میلیارده اووه سوه شل میلیونه انسانان یي ژغورلي دي، چې د ژغورل شوو شمېر ۵۴ چنده زیات دی. دا د انسان د علم د برترۍ ثبوت وړاندې کوي. او موږ هیله من کوي، چې د علم او زغم په زیاتوالي سره به بشریت د لا زیاتو پرمختګونو افقونه پرانیزي.
    پر عالمانو سربېره د بشریت لومړني خدمتګاران بزګران او ښکاریان دي، چې تر هوا او اوبو وروسته د بشر د دریم مهم ضرورت (خوړو) په تولید کې مرسته کوي. د ژوند د وسایلو جوړونکي او د کسب او مهارت خاوندان هم د ژوند د اسانتیا د برابرولو له لارې د انسانانو ژوند اسانوي. د تجارانو او سوداګرو رول هم تر چا کم نه دی، چې د بزګرانو او مولدینو محصولات او جوړ شوي وسایل ښارونو، کليو، کوڅو او بانډو ته رسوي.
    د بشریت خیرخواه خدمتګاران د خپل عمر ټولې شپې او ورځې د نورو د خیر او مرستې لپاره لګوي، خو ځان غوښتونکي د ټولو خلکو د تباهۍ په بیه هم د خپلو ګټو د خوندیتوب په فکر او هڅو بوخت وي. البته د ټولنو رهبري او قومانده د دولتونو او سیاسي مشرانو په لاس کې وي، نو ځکه د دوی رول هم مثبتو کړنو ته د زمینې جوړولو او هم د تباهۍ پر لور د ملتونو په ورټیل وهلو کې تر هر چا مهم دی. ملتونه او ولسونه هم پخپله سطح مسؤولیت لري.
    د انسانانو په منځ کې رواني ناروغان، محروم او رټل شوي افراد او قشرونه، په ناسمو کلتورونو کې روزل شوي خلک او سیاستمداران د انساني فاجعو تر ټولو ډېر مسؤول دي. ډاکتر بریان کلاس(Dr. Brian Klaas) پخپل کتاب (فاسدیدونکی: څوک واک نیسي او څنګه موږ بدلوی؟ یا Corruptible: Who Gets Power and How It Changes Us) کې دې نتیجې ته رسېدلی دی چې سیاسي واکمنان له لاندې درې ګروپونو په یوه کې شامل وي:
  7. Psychopaths (د نورو د احساساتو، درد او کړاو په وړاندې بې احساسه)
  8. Machiavellists (د واک ترلاسه کولو لپاره بې رحمه، بې اصوله او دوکه مار)
  9. Narcissists (پر خپل ځان افراطي عاشق، تر نورو ځان لوړ احساسول او د نورو په وړاندې بې تفاوته.
    له دې ټولو سره سره سیاست او دولتونو د مشترک روایت په ایجاد، او په لویه سطحه د همکارۍ په پراخولو کې مهم رول لرلی دی چې له فرد، کورنۍ، کلي، سیمې، او ښار څخه یې بشري ټولنې د هیواد او ملت پراخې دایرې ته رسولي او د بشر ۷۰۰۰ قامونه یې په څه کم دوه سوه هیوادونو کې سره راټول کړي دي.