فلسفه (Philosophy)

  1. اخلاقي نظریې:
    د انساني فطرت په باب فیلسوفان بېلابېل نظرونه لري:
    o ژان ژاک روسو: باور لري چې انسانان په فطري ډول ښه دي خو ټولنه یې فاسدوي.
    o توماس هابز: باور لري چې انسانان په فطري ډول ځان غوښتونکي او متشدد دي او د نظم ساتلو لپاره ټولنیزو تړونونو او انضباط ته اړتیا لري، یعنې قوانین انسانان سمې لارې ته راولي.
  2. د ټولنیز تړون نظریه:
    o هابز: دلته بیا هم هابز وړاندیز کوي چې همکاري د عقلاني یا ټولنیزو تړونونو څخه رامنځ ته کېږي چې د ځانځانۍ له طبیعي حالت څخه مخنیوی وشي.
    o جان لاک: وایي چې انسانان په طبیعي حالت کې یو ډول اخلاق او عقل لري چې د خپلو حقونو او د نورو حقونو درناوی کوي، او پر همدې بنسټ دې ټولنیز تړون رامنځ ته شي.
    o ژان ژاک روسو: دلته هم وایي چې داسې قوانین دې جوړ شي چې د منحرفینو مخه ونیسي او وګړي د خپل سم انساني فطرت له مخې ژوند وکړي او له بل سره همکاري وکړي.

ټولنپوهنه (Sociology)
د ټولنپوهنې له نظره، انسان متنوع شخصیت لري چې د شرایطو او فرهنګي چاپېریال په اساس بدلون مومي.

  1. همکار (Cooperative) اړخ:
    o ټولنیز ژوند:
    انسان د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره له نورو سره همکاري کوي. د همدې لپاره ټولنیز جوړښتونه، لکه کورنۍ، قبیله، او ټولنې، د همکارۍ پر بنسټ رامنځ ته کېږي.
    o فرهنګ او اخلاق:
    فرهنګي ارزښتونه، اصول، او قوانین همکاري او متقابله مرسته هڅوي.
    o مشترکې ګټې:
    په سوداګرۍ، زده کړو، او نورو ټولنیزو چارو کې پرمختګ همکارۍ ته لار هواروي او متقابله ګټه رامنځ ته کوي.
  2. سیالي ګر (Violent) اړخ:
    o د بقا غریزه:
    د بقا غریزه انسان خپلې دفاع ته هڅوي، چې دفاعي او یرغلیز تشدد دواړه پکې راڅرګندېږي. د داروین د بقا لپاره د جګړې نظریه ورو ورو په ټولنپوهنه کې هم رواج شوه او د ټولنیز داروینزم تیوري یې رامنځ ته کړه.
    o سیالي یا رقابت (Competition)
    د محدودو منابعو (ځمکې، خوړو، اوبو او نورو) لپاره سیالي د شخړو او جګړو سبب کېږي، ځکه انسان د خپل ژوند د تدوام لپاره دغو منابعو ته اړتیا، او ورسره شدیده مینه لري.
    o د قدرت او واک هڅه:
    د بشري ټولنو په تاریخ کې انسانانو اکثراً د قدرت او واک ترلاسه کولو لپاره یو له بل سره جګړې کړي دي، چې په دغو حالاتو کې یې متشدد قوتونه او خویونه فعال شوي دي.

انسان پېژندنه (Anthropology)
د انسان پېژندنې له مخې، انسانان د بېلابېلو کرکټرونو لرونکي دي. په دې برخه کې لاندې ټولنپوهنیز مسایل مهم دي:

  1. کلتوري انسان پېژندنه:
    وایي چې په مختلفو کلتورونو کې د همکارۍ او تشدد دواړه سلوکونه لیدل شوي دي.
    o تعاون: په انسانانو کې د متقابل ملاتړ لپاره همکاري ضروري ده.
    o تشدد: د لوړتیا غوښتلو او ساتلو لپاره سیالي او تشدد رامنځ ته کېږي.
  2. لرغون پوهنه:
  3. د لرغونو ټولنو له مطالعې څرګندېږي چې لومړنيو انساني ټولنو د ګډ ښکار او خوړو ټولولو لپاره همکاري کوله، او د دفاع او منابعو لپاره تشدد ته مجبوریدل یا هڅېدل. داسې ښکاري چې زموږ پخواني نیکونه تر موږ ډېر متشدد وو.

فزیک اور ریاضي (Physics and Mathematics)
فزیک: که څه هم فزیک د انساني سلوک په اړه مستقیم معلومات نه شي وړاندې کولی، خو د سیسټمونو د تیوري له مخې پر معلوماتو د پوهېدو موږ ته یو څراغ لګوي. د فزیک له نظره، د انسانانو ترمنځ همکاري او سیالي د انرژۍ د ډاینامیک او سیسټم تیوري د اصولو له مخې تشریح کیدای شي. په فزیکي سیسټمونو کې، عناصر په داسې ډول یو له بل سره تعامل کوي چې یا د سیسټم له عمومي ثبات سره مرسته کوي یا یې ګډوډوي. لکه څنګه چې فزیکي سیسټمونه د توازن په لټه کې دي په همدغه ډول، په انساني ټولنو کې هم، همکاري کولای شي د انرژۍ د ضایع کېدو مخه ونیسي او باثباته او اغیزناک سیسټمونه رامنځته کړي. له بلې خوا، لکه څنګه چې د ترمودینامیک د قانون له مخې انتروپي د وخت په تیریدو سره د بې نظمي د زیاتیدو سبب کیږي، سیالي او رقابت هم ټولنیز سیسټم ته انرژي داخلوي، چې د نوساناتو او بدلون سبب کیږي.
په دې ډول د همکارۍ ځواکونو (چې انرژۍ ساتنې او نظم ته ورته دي) او د سیالي قوتونو (چې د انتروپي او بې نظمي په شان دي) ترمنځ توازن، د طبیعي یا ټولنیزو سیستمونو طبیعي تمایل منعکسوي، چې توازن ته د رسیدو هڅه کوي. فزیک موږ ته یو داسې لید وړاندې کوي چې انسانې تعاملات د طبیعي نړۍ د یوې برخې په توګه پداسې ډول وګورو، چې پر مادې او سلوک دواړو تطبیقیږي.
ریاضي: ریاضیات انسان ته داسې مهم وسایل ورکوي چې پر اساس یې پوهیدای شي چې په ځانګړو حالاتو کې د مشخصو وګړو او ډلو طبیعت تشخیص کړي چې همکارۍ ته ډیر تمایل لري که سیالۍ ته. بېلابېلې ریاضيکي تیوري ګانې د افرادو ترمنځ ستراتیژیک تعاملات څیړي، او هغه حالات روښانه کوي چې همکاري که سیالي پکې ګټوره وي. دا تیوري ګانې څرګندوي چې څنګه په ډلو او ګروپونو کې تعاملات همکارۍ او یا برعکس سیالۍ ته لار هواروي. ریاضیات دا هم روښانه کولی شي چې څنګه کوچني فردي عملونه کولی شي په پراخه سطحه ټولنیزې نتیجې اغیزمنې کړي. په مجموع کې ریاضيکي تیورۍ زموږ سره مرسته کوي چې په انسانانو او ټولنو کې د همکارۍ یا رقابت اساسي محرکات وپېژنو.
دلته مې د دردمن افغان مفکر مرحوم ګل پاچا الفت یوه لیکنه رایاده شوه چې د (حسابي خبرې) تر عنوان لاندې یې کړې وه. الفت صاحب وایي چې که یو تر یو لاندې ولیکئ، مجموعه یې دوه کیږي، خو که څنګ په څنګ یې ولیکئ، یوولس کیږي. په ټولنه کې هم باید افراد یو د بل پر سر نه بلکې ورسره مساوي، څنګ په څنګ او موازي وي. بیا وایي که یو مخکې او دوه وروسته ولیکئ، ۲۱ کېږي خو که د دوو ځای بدل کړئ، بیا ۱۲ کېږي. له دې نتیجه اخلي چې د اشخاصو ځای باید په ټولنه د هغوی د شان او وړتیا له مخې وي. الفت صاحب څو نور ښکلي مثالونه ورکړي دي، چې زما په یاد نه دي پاتې شوي.
له دې څرګندیږي چې د ریاضي او فزیک له قوانینو هم انسانان د ټولنیز عدالت او همکارۍ د ترویج لپاره کار اخیستلای شي.