د امنیتي تړون د سازمان سرمنشي وایي چې یاد سازمان به د تاجکستان او افغانستان ترمنځ د سرحدونو د پیاوړتیا طرحه تصویب کړي.
ریانووستي خبري اژانس د دې سازمان د سرمنشي ایمانقلي تاسماګامبتوف له ویلي دي چې د دې طرحې د تصویب لپاره به د امنیتي تړون سازمان ناسته د روان کال د ډیسمبر په اتمه نېټه ترسره شي او د دې طرحې تصویب به د غونډې په اجنډا کې شامل وي.
د ریانووستي د راپور له مخې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د سرحدي امنیت د پیاوړتیا مسوده د امنیتي تړون سازمان له خوا تر څېړنې لاندې نیول شوې او په دې برخه کې توافق ته رسېدلي دي.
ټاکل شوې د امنیتي تړون د سازمان د امنیت شورا غونډه راتلوونکې غونډه د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې ترسره شي.