د ایران د کرنې مدیر علي مبارکي وایي، افغانستان د زعفران د تولید په برخه کې د ایران اصلي سیال ګرځېدلی دی.
مبارکي دا څرګندونې د ایران په نیشابور کې د زعفران د ملي ورځې په لومړي جشنواره کې کړي دي او زیاته یې کړه چې ایران د زعفران د کر په برخه کې اوږد تاریخ لري.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د روان ۱۴۰۲ کال په پیل کې اعلان و کړ چې بېلابېلو هېوادونو ته یې د ۴۹ میلیونه ډالرو په ارزښت ۶۷ ټنه زعفران صادر کړي دي.
په ورته وخت کې د هرات زعفران د خوند له نظره په نړیواله کچه لومړی مقام ګټلی دی.