امر بالمعروف وزارت به په تدریجی ډول پر ښځو لګېدلي محدودیتونه عملي کړي

‏د طالبانو د امربالمعروف وزیر خالد حنفي وایي چې په افغانستان کې به ښځې د سندرو او ترانو ویلو اجازه ونلري او دغه محدودیتونه به په تدریجي ډول عملي شي.

‏خالد حنفي په یوه غږیز پیغام کې ویلي چې د طالبانو شریعي تګلاره، ښځو ته نه یوازې د اذان او تکبیر ویلو اجازه نه ورکوي، بلکې ښځې باید د لمانځه پر مهال یوې بلې بالغې ښځې ته «الحمدالله» او «سبحان‌الله» هم و نه وایي.

‏دغه طالب چارواکي ویلي، چې د امربالمعروف وزارت موخه د ښځو «عزت او وقار ساتل» دي او دا چې دا وزارت ښځو ته د ټیکري پر سر کولو امر کوي، ترڅو د هغوی وقار خوندي شي.

‏نوموړي د ښځو لپاره د یوې شپږ ماده‌ییزې تګلارې یادونه هم وکړه، چې د طالبانو د رهبرۍ له خوا منظور شوې ده.