د تخار ولایت ځايي سرچینې خبر ورکوي چې طالب چارواکو له سیمه اییزو خبریالانو او د رسنیو مسوولینو سره په کتنه کې په دې ولایت کې په انځوریزو او تصویري راپورونو بندیز لګولی دی.
ځایي سرچینو ویلي، چې دا غونډه د یکشنبې په ورځ، د اکتوبر په ۱۳ مه نېټه، د طالب استخباراتو او امر بالمعروف مسئولانو په حضور کې د تخار د اطلاعات او فرهنګ ریاست دفتر کې ترسره شوې ده.
ویل کېږي دغه اقدام د طالبانو د نوي امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون له مخې شوی چې په دې وروستیو کې نافذ شوی دی.
د دې قانون له مخې، د ژوندیو موجوداتو عکاسي او فلمبرداري حرام ده.
طالبانو ټینګار کړی چې تصویري رسنۍ باید د راډیو په بڼه خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي، یا دې خپل فعالیت په بشپړ ډول بند کړي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په تېرو درې کلنو کې پر رسنیو خورا زیات محدودیتونه لګولي دي چې له امله یوشمېر رسنۍ بندې شوې.
#theAfghanistanpost #TAP #Takhartvban #MediaRestrictions #FreedomofPress