د افغانستان پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی په خېبر دره کې د پښتنو سترې قومي جرګې پر بریالي جوړېدو خوښي څرګنده کړې او دا جرګه یې په سیمه کې د ستونزو د اوارولو لپاره نیک او اغیزمن گام بللی دی.
حامدکرزي نن دوشنبه د اکتوبر په ۱۴ مه نېټه په اېکس پاڼه کې د یوه پیغام په خپرولو سره د دې قومي جرگې له پرېکړه لیکه خپل ملاټړ څرګند کړی او ویلي دي د جرګې له هغه ږغ څخه چې په افغانستان کې د نجونو د تعلیم لپاره وشو ستاینه او قدرداني کوي.
نوموړي جرګه یو ارزښتناک تاریخي دود بللی او د ستونزو د حل لپاره یې موثره طریقه گڼلې ده.
پخواني ولسمشر څرګنده کړې چې د خیبر په جرگه کې د ښځو د پراخ گډون او د تعلیم پر ارزښت د ټولو ټینګار دا ثابتوپ چې په سېمه کې مېشت خلک د امن غوښتوونکي دي.
حامد کرزی همداراز د سیمې د خلکو د حقونو د ترلاسه کولو او د ددې جرگې د جوړولو لپاره د منظور پشتین د نه ستړیدونکیو هلو ځلو او د مشرانو او اولسونو له گډونه مننه کړې ده.
#theAfghanistanPost #TAP #پښتنوقوميجرګه #پيټيايم
#PashtunNationalCourt110ctober
@ManzoorPashteen