د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو پخوانی وزیر حنیف اتمر وایي چې د پښتنو قومي جرګې ګډونوالو د ملت حقیقي غوښتنې په ډېرې هوښیارۍ او امانتدارۍ سره په لر او بر کې مطرح کړې.
ښاغلي اتمر نن دوشنبه د اکتوبر په ۱۴ مه نېټه په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي دي چې ملت او نړۍ د پښتنو قومي جرګې وروستیو پرېکړو ته په تمه دي او د پاکستان دولت او په افغانستان کې د طالبانو حاکمیت باید د دې جرګې پر وړاندې مسوولانه چلند وکړي.
نوموړي څرګنده کړې چې د ډیورنډ فرضي کرښې په دواړو غاړو کې پر پرتو ولسونو ظلم او محرومیت نور د زغملو نه دی او چړه د دوی هډوکو ته رسېدلې ده.
د بهرنیو چارو پخوانی وزیر زیاتوي چې دا جرګه لنډمهاله غونډه نه ده ځکه په وینا یې ملت د استبدادي نظامونو د بدلولو لپاره پخه اراده کړې ده.
حنیف اتمر د خېبر درې ستره ولسي جرګه د خپلواکۍ او عدالت لپاره د مظلومانو د یووالي او اتفاق د یو نوي او تاریخي بهیر پېل په مانا بللې ده.
#theAfghanistanPost #TAP #پښتنوقوميجرګه #پيټيايم #PashtunNationalCourt110ctober #ManzoorPashteen