‏په اسلام اباد کې د طالبانو د کډوالو آتشې له افغان کډوالو غوښتي چې په پاکستان کې په سیاسي غونډو او لاریونونو کې له ګډون څخه ډډه وکړي.

‏د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ، د اکتوبر په ۱۳مه نېټه، د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د طالبانو د کډوالو آتشې په اسلام‌آباد کې، دا غوښتنه د پاکستان مېشتو یوشمېر افغانانو سره په کتنه کې کړې ده.

‏د اعلامیې له مخې د طالبانو دغه استازي یو شمېر افغان کډوال تورن کړي چې د «کاذبو احساساتو» په لړ کې د بې‌طرفۍ اصل نه مراعتوي.

‏دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر، محسن نقوي، د اکتوبر په ۱۰مه نېټه رسنیو سره په خبرو کې وویل چې په اسلام‌آباد کې د عمران خان د پلویانو وروستیو لاریونونو کې د ۱۲۰ افغانانو د نیولو خبر ورکړ.

‏د پاکستان د تحریک انصاف ګوند بیا دغه ادعاوې رد کړې دي.

‏⁦‪#theAfghanistanPost‬⁩ ⁦‪#TAP‬⁩ ⁦‪#AfghanRefugees‬⁩ ⁦‪#PoliticalNeutrality‬⁩ ⁦‪#Islamabad‬⁩ ⁦‪#PTIProtests‬⁩