د پاکستان د ګمرک چارواکو خبر ورکړی چې د تورخم له لارې دې هېواد قاچاق کېدوونکې امریکایي وسلې نیولي دي.
د دې هېواد د ګمرک چارواکو ویلي چې د دوشنبې په ورځ د اکتوبر په ۱۴مه نېټه د «ترهګرۍ ضد عملیاتو» په لړ کې یې د امریکا جوړ وسلې او مهمات چې ارزښت یې شاوخوا ۱۲۶ زره ۳۵۴ ډالر اټکل شوی، د تورخم په پوله نیولي دي.
د راپورونو له مخې، دا وسلې د سبزیو په موټر کې ځای پرځای شوې وې چې پکې M4 توپک، د شپې لید دوربینونه او نور جنګي وسایل شامل دي.
پاکستاني چارواکو ویلي دي چې په دې تړاو یې دوه کسان نیولي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
#theAfghanistanPost #TAP #تورخم #وسلېنیول #امریکایيوسلې #افغانستان #پاکستان