ایراني چارواکي وايي چې افغانستان سره د بندیانو د تبادلې د تړون په لاسلیک سره غواړي په دې هېواد کې د افغان بندیانو شمېر کم کړي.
د ایران د قضایي کمیسیون دویم مرستیال، عثمان سالاري، دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ، د تایباد نوي جوړېدونکي زندان څخه د لیدنې پر مهال کړې دي.
عثمان سالاري ویلي دي چې د تایباد په زندان کې ګڼ شمېر افغانان بندیان دي.
نوموړي زیاته کړې چې موخه یې له دې تړون څخه دا ده څو د تایباد زندان کې د سزا ترلاسه کوونکو بنديانو شمېر راکم کړي او د ایران او افغانستان ترمنځ د بنديانو د انتقال تړون ته د رسېدو په هڅه کې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په ایران کې ګڼ شمېر افغانان په بېلابېلو تورونو بندیان شوي دي.
#theAfghanistanPost #TAP #افغانبنديتبادله #ايران #طالبان #بنديانتبادله #دوغارون