‏د کډوالو د حقونو سازمان “حال‌وش” د یوشمېر افغان کډوالو له قوله ویلي دي چې د افغانستان او ایران ترمنځ پر پوله د ایراني پولیسو د ډزو په پایله کې لږ تر لږه ۲۶۰ افغان کډوال وژل شوي دي.

‏د راپورونو له مخې، د یو شمېر افغان کډوالو مړي او ټپیان هرات ولایت انتقال شوي دي.

‏د ویلو ده چې دغه پېښه د یکشنبې په ماښام هغه مهال رامنځته شوه چې يوشمېر افغان کډوالو غوښتل له پولې څخه ایران ته واوړي.

‏دغې پېښې په کور دننه او د باندې پراخ غبرګونونه را پارولي دي.

‏ایراني چارواکو تر دې دمه د پېښې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي او د وژل شویو او ټپیانو دقیق شمېر لا هم په رسمي توګه نه دی تایید شوی.

‏⁦‪#theAfghanistanPost‬⁩ ⁦‪#TAP‬⁩ ⁧‫#افغانکډوال‬⁩ ⁧‫#ایران‬⁩ ⁧‫#مرزیپېښه‬⁩ ⁦‪#Herat‬⁩ ⁦‪#BorderIncident‬⁩