‏د افغانستان اسلامي جمهوریت د چارو ادارې پخوانی رییس فضل محمود فضلي د افغانستان او ایران پر پوله رامنځته شوې پېښه غندلې او له ایران څخه د دې پېښې د سپیناوي غوښتنه کړې ده.

‏ښاغلي فضلي نن چهارشنبه د اکتوبر په ۱۶ مه نېټه په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي دي چې په افغانستان کې د یو مشروع دولت نشتون له امله یوشمېر هېوادونه له کومې وېرې پرته افغانان شکنجه او په قتل ورسوي.

‏د ورستیو شمېرو له مخې پر افغان کډوالو د ایراني پوله ساتو ځواکونو د ډزو په پایله کې تر دمه ۲۶۰ افغانان وژل شوي دي.

‏⁦‪#theAfghanistanPost‬⁩ ⁦‪#TAP‬⁩ ⁧‫#ایران‬⁩ ⁧‫#افغانکډوال‬⁩ ⁧‫#پولهساتونکي‬⁩ ⁧‫#بشري_حقونه‬⁩ ⁦‪#Kulgon‬⁩