‏منظور پښتین د ایراني ځواکونو له لوري د افغان کډوالو ډله اییزې وژنې ته غبرګون ښودلی دی

‏د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د ایران او افغانستان پر پوله رامنځته شوې خونړۍ پېښې ته په اشارې ویلي دي چې ایران د فلسطین او لبنان پر مسلمانانو د روان ظلم مخالفت کوي، خو بل لور نن یې په سلګونه افغانان په ظالمانه ډول شهیدان کړي دي.

‏منظور پښتین نن چهارشنبه د اکتوبر په ۱۶ مه نېټه په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي دي چې ایران له ډېرې مودې راهیسې له افغانان سره زور زیاتی کوي او باید یې مخه ونیول شي.

‏نوموړي ټینګار کړی چې خلک باید د ایران د دې ظلم خلاف غږ پورته کړي څو دغه روان ظلمونه پای ته ورسېږي.

‏⁦‪#theAfghanistanPost‬⁩ ⁦‪#TAP‬⁩ ⁧‫#ایران‬⁩ ⁧‫#پناهجویانافغان‬⁩ ⁧‫#نیروهایمرزی‬⁩ ⁧‫#حقوق_بشر‬⁩ ⁦‪#Kulgon‬⁩