‏په اسلام‌اباد کې د شانګهای همکارۍ سازمان (SCO) دوه ورځنۍ غونډه نن چهارشنبه د اکتوبر په ۱۶ مه نېټه پای ته ورسېده.

‏په دې غونډې کې په سیمه‌ ییزو مسایلو، اقتصادي همکارۍ، او امنیتي مسایلو بحث او خبرې اترې وشوې.

‏افغانستان د ۲۰۱۲ کال په جون میاشت کې د دې سازمان ناظر غړیتوب ترلاسه کړ، خو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو په راتګ سره افغانستان له دې غړیتوب څخه محروم شو.

‏طالبانو تر دې وړاندې له شانګهای همکارۍ سازمان څخه غوښتي و چې د دې سازمان په راتلونکو غونډو کې دې د دې ډلې استازو ته هم بلنه ورکړي.

‏⁦‪#theAfghanistanPost‬⁩ ⁦‪#TAP‬⁩ ⁦‪#SCO‬⁩ ⁧‫#شانګهایهمکارۍسازمان‬⁩ ⁧‫#افغانستان‬⁩ ⁧‫#اسلام_اباد‬⁩