‏د افغانستان اسلامي جمهوریت د ملي امنیت پخوانی رییس معصوم ستانکزی د ایران او افغانستان پر پوله د ایراني ځواکونو له لوري پر افغان کډوالو پېښې ته په غبرګون ویلي دي چې د دې پېښې د هر اړخیزې څېړنې لپاره د ایران له لوري جدي ګامونه اخیستل اړین دي.

‏معصوم ستانکزي ټینګار کړی چې یواځې د مشروع او عادلانه نظام په راتګ سره به افغانان له دې ډول بدمرغیو او ناورینونو څخه خلاص شي.

‏نوموړي همداراز څرګنده کړې چې يواځې د ولس ګډې هڅې کولی شي د افغانستان خلک له روان بحران څخه وژغوري.

‏دا په داسې حال کې ده چې د ټولنیزو شبکو فعالانو او د بشري حقونو مدافعینو هم د دې پېښې پر ضد خپل غږ پورته کړی او له نړیوالې ټولنې څخه یې د عدالت غوښتنه کړې ده.

‏⁦‪#theAfghanistanPost‬⁩ ⁦‪#TAP‬⁩ ⁧‫#افغانکډوال‬⁩ ⁧‫#ایران‬⁩ ⁧‫#پولهساتونکي‬⁩ ⁧‫#مش‬⁩