د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی او د پاکستان ملي ډیموکراتیک غورځنګ مشر، د ایراني پوله ساتو ځواکونو له لوري د افغان کډوالو ډله ییزه وژنه د بشریت ضد جنایت بللی دی.
محسن داوړ ویلي دي چې پر افغان کډوالو دا ډول ظلمونه او وحشت د درد وړ دي.
نوموړي د افغانانو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې پر ناکامۍ نیوکه کړې او ویلي دي چې نړۍ باید د افغانانو د حقونو د خوندیتوب لپاره جدي ګامونه پورته کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه ایراني پوله ساتو ځواکونو په کلګان سراوان سیمه کې پر هغو افغان کډوالو ډزې کړې دي چې غوښتل یې ایران ته لاړ شي.
ویل کېږي په دې پېښه کې ۲۶۰ افغانان وژل شوي دي.
#theAfghanistanPost #TAP #افغانکډوال #ایران #بشريتضدجنایت #محسنداوړ #پښتونژغورنېغورځنګ #کلګان #سراوان