‏د افغانستان په چارو کې د ایران ځانکړی استازی او په کابل کې د دې هېواد سفیر د سراوان په پوله کې د لسګونو افغان کډوالو د وژنې په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړي دي.

‏حسن کاظمي قمي د چهارشنبې په ورځ په خپل اېکس حساب کې لیکلي چې د افغانستان او ایران پر پوله د لسګونه افغان کډوالو وژلو ادعاوې ناسمې دي او دوی د معتبرو سرچینو له لارې دغه موضوع څېړلې ده.

‏نوموړي زیاته کړه چې له غیرقانوني کډوالو سره قانوني چلند د هر هېواد مشروع حق دی او د سرحدي ځواکونو دنده ده چې د غیرقانوني اتباعو ننوتلو مخنیوی وکړي.

‏د ایران سفیر ټینګار کړی چې د سرحدونو مدیریت یوه متقابله مسؤلیت دی او ګاونډي هېوادونه باید د خپلو اتباعو غیرقانوني تګ راتګ کنټرول کړي.

‏کاظمي قمي همداراز ویلي چې ایران به په خپلو پولو کې د کډوالو پر وړاندې قانوني چلند ته دوام ورکړي او دا به د نړیوالو معاهداتو او د نیک ګاونډیتوب اصولو سره سم ترسره کېږي.

‏دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ ایراني پوله ساتو پر هغو افغان کډوالو چې غوښتل یې دې هېواد ته واوړي ډزې کړي چې په پایله کې یې تر ۲۵۰ ډېر افغان کډوال وژل شوي دي.

‏⁦‪#theAfghanistanPost‬⁩ ⁦‪#TAP‬⁩ ⁧‫#افغانکډوال‬⁩ ⁧‫#ایران‬⁩ ⁧‫#سرحدونه‬⁩ ⁧‫#سراوان‬⁩ ⁧‫#قانونيچلند‬⁩