‏طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې په رسنيو کې د ايران او پاکستان پر ګډه پوله د يو شمېر افغانانو د شهادت او زخمي کېدو په اړه کومې ګنګوسې چې خپرېږي، دوی یې په اړه پلټنې او تحقيقات وکړي.

‏د طالبانو په اعلامیه کې راغلي دا چې، د پېښې سیمه له هېواده بهر ښودل کېږي، تر اوسه معلومات کره شوي نه‌دي او د موضوع تر روښانتيا وروسته به په دې برخه کې لازم تصميم ونيول شي.

‏د بشري حقونو او رسنیو ځینو فعالانو بیا پر طالبانو نیوکې کړي دي چې دغه ډله له ایران سره د خپلو اړیکو د ساتلو په موخه د دې پېښې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

‏⁦‪#theAfghanistanPost‬⁩ ⁦‪#TAP‬⁩ ⁧‫#پناهجویانافغان‬⁩ ⁧‫#ایران‬⁩ ⁧‫#مرزها‬⁩ ⁧‫#سراوان‬⁩ ⁧‫#برخوردقانونی‬⁩