‏اکثریت فکري او سیاسي ډلې ویلي چې د پښتنو قومي جرګې بهیر روښانه کړ چې د پښتنو ستونزې د پاکستان په اوسني اساسي قانون کې د حل وړ نه دي.

‏دوی ټینګار کوي چې یوازینۍ حل لاره بشپړه خپلواکي ده. دغه ډله زیاتوي چې ګډونوالو د پاکستان پوځ د یو ترهګر سازمان په توګه وپېژاند. منظور پښتین هم د ډېورنډ کرښې رسمیت رد کړ او دا یې یو تاریخي پرمختګ وباله.

‏اکثریت ډله وایي چې جرګې د پښتنو پر وړاندیزونو کلک دریځ نیولی. دوی زیاتوي، د پښتنو هغه کاذب انځور چې استعمار جوړ کړی و، مات شو. ښځو هم پراخ ګډون درلود او خپل غږ یې پورته کړ.