د جاوید کوهستاني کورنۍ خبر ورکړی چې دغه سیاسي شنونکی د طالبانو له بند څخه خوشې شوی دی. د کورنۍ یوه غړي ویلي چې نوموړی د شاوخوا ۲۰ ورځو بند وروسته، د سې شنبې په ورځ ازاد شو.
طالبانو استخباراتو هغه په کابل کې د یوې نامعلومې تورې له مخې نیولی و، چې دې نیونې پراخ غبرګونونه راوپارول. د بشري حقونو سازمانونو د هغه د خوشې کولو غوښتنه کړې وه. طالبانو تر اوسه د کوهستاني د نیولو او خوشې کولو په اړه څه نه دي ویلي. کوهستانی له زړه ناروغۍ کړېده او کورنۍ یې د هغه د روغتیايي حالت په اړه اندېښمنه وه.