د راپورونو له مخې، د ایران سرحدي ځواکونو په کلګان سراوان سیمه کې پر هغو افغان کډوالو ډزې کړې دي چې هڅه یې کوله ایران ته داخل شي.
ویل کېږي چې په دې پېښه کې له ۶۰ تر ۷۰ کډوال وژل شوي یا ټپیان شوي دي. عیني شاهدان وایي چې شاوخوا ۳۰۰ کډوال په نښه شوي او تر ۲۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.
تر اوسه د ایران چارواکو د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.