لیکنه: محمد ابراهیم شینواری
بیولوژي، جینیتیک او تکامل (Biology, Genetics and Evolution)
- د تکامل فشارونه:
انساني سلوک د تکامل په بهیر کې همکاري او تشدد دواړه زده کړي دي. انسانان د فردي او ګروپي بقا، تولید او د منابعو د ساتلو لپاره همکاري کوي، او د ګواښونو په وړاندې د دفاع لپاره تشدد ته مخه کوي. - جینونه او سلوک:
پدې وروستیو کې د “ځان غوښتونکي جن” نظریه هغومره مقبوله ده، او جینونه د همکارۍ او تشدد په برخه کې بې طرفه ګڼل کېږي. د سلوکي جینیتیک له مخې، ځینې ځانګړي جینونه شته چې همکاري او یا تشدد تشویقوي
a. جګړه مار جین (MAOA):: دا جین د چاپېریالي فشارونو او ګواښونو په صورت کې فعالیږي او انسان د مقابلې لپاره تیاروي.
b. سوله ایز جین OXTR : دا جین د اوکسیټوسین ریسیپټر کوډ کوي او په ټولنیزو اړیکو او همکارۍ کې دخیل دی او له مختلفو ټولنیزو او همدردانه سلوکونو سره تړاو لري. - د بدن هورموني تغییرات:
په همکارۍ کې بدن د اوکسیټوسین، اندورفین، او انکیفالین په نومونو مواد افرازوي، چې مثبت او خوښونکي احساسات را منځ ته کوي. د دې برعکس په تشدد یا سترس کې بیا اډرینالین، کورتیسول، نارایپی نفرین، ډوپامین، ګلوکوګون، او واسوپریسین افرازیږي، چې بدن راپاروي، اضطراب زیاتوي، او د دفاعي سیستم داخلي برخې کمزورې کوي، ترڅو ټوله توجه د بهرني خطر دفع کولو ته واړوي. - د اوکسیټوسین ځانګړی رول:
اوکسیټوسین، چې د مینې او تړون هورمون په نوم یادېږي، هغه وخت په بدن کې افرازیږي چې انسان له خپلو (موږ) سره په اړیکو او تعامل کې وي. خو په مقابل کې، د نورو (دوی) په حالت کې نه افرازېږي. له دې څخه پوهېدای شو چې د ګروپونو، نژادونو، مذهبونو، ملتونو او تمدنونو تر منځ د “موږ” او “دوی” بیلتون د ټکر او مخالفت سیب کېږي. که غواړو نړیواله سوله او ورورولي رامنځته شي، باید د “موږ” دایره پراخه کړو او ټول انسانیت پکې شامل کړو. - د ډاروین او لامارک رول:
ډاروین انسان د نورو ژوندیو موجوداتو په شان داسې موجود ګڼي چې د بقا لپاره مسابقه کوي، او تر ټولو تکړه موجود بقا کوي. خو لامارک وایي چې د انسان شخصیت د همکارۍ پر لور تمایل لري. د لامارک پیرو، ډاکتر بروس لیپټون، وایي چې د انسان د بدن سل ټریلیونه حجرې په خپلو کې ټینګه همکاري کوي، او همدغه همکاري د دې سبب شوې ده چې انسان، د یو پیچلي او عالي ژوندی موجود په توګه، ژوند او پرمختګ وکړي. له دې نتیجه اخستل کېږي چې د یو موجود په داخل کې همکاري د ژوند د دوام، روغتیا او پیاوړتیا سبب کېږي. له نورو ژوندیو ډولونو سره په ګډو کارونو کې همکاري او د رقابت په صورت کې رقابت او سیالي برخه لري. که ټوله انساني ټولنه یو بدن وګڼل شي، بیا د رقابت ځای نه پاتې کېږي. - د بدن دفاعي میکانیزمونه:
کله چې بدن له داخلي یا بهرني خطر سره مخامخ کېږي، سلګونه میلیونه حجرې مرګ ته تیاریږي، ترڅو انسان د یو روغ او فعال سیستم په توګه پاتې شي. یعنې دغه حجرې د ټول بدن یا سیستم د دوام لپاره کار کوي، نه د ځان لپاره. - د حجرو تر منځ همکاري:
د سل ټریلیونه حجرو تر منځ همکاري موږ ته درس راکوي چې د ځمکې اته بیلیونه شعوري موجودات (انسانان) هم د بشریت د یو بدن په توګه د همکارۍ له لارې پرمختګ کولی شي او د جګړو، ټکرونو، تباهۍ او ورانۍ مخه نیولی شي.