‏د پښتنو قامي عدالت جرګې د جوړېدو نېټې په رانږدې کېدو سره له بېلابېلو سيمو پښتانه ځوانان د خیبر په لور جوپه جوپه روان شوي.

‏که څه هم د پاکستان پوځ او استخبارات په هر ډول د دغې جرګې د جوړېدو مخنيوي لپاره هڅې کوي، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر او غړو په وينا دغه جرګه به هرو مرو ترسره کېږي.

‏د خيبر پښتونخوا او په ټوله کې د پښتنو ستونزو ته د بنسټيز حل په موخه د پښتنو قامي عدالت جرګه د روانې اکتوبر په ۱۱مه نېټه په خیبر کې ترسره کېدونکې ده.