د امريکا په مشرۍ ايتلاف پر افغانستان هوايي بريدونه د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په ۷مه پيل او د ۲۰۲۱ کال د اګست تر ۳۱مې پورې د اسلامي امارت د بيا واکمنۍ تر راتګ پورې دوام وکړ.

جورج بوش د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱مې ترهګريزو بريدونو وروسته، چې نړۍ يې له حيرت سره مخ کړې وه، پر افغانستان د بريد پرېکړه وکړه. دغه بريدونه، چې د ترهګرۍ ضد جګړه په نوم پېل شول، د اګست تر ۳۱مې، ۲۰۲۱ پورې دوام وکړ، چې په پایله کې يې په لسګونو زره افغان ملکي وګړي او امريکايي پوځيان ووژل شول.

د امريکايي پوځ د رسمي شمېر له مخې، په افغانستان کې شاوخوا ۲۳۰۰ امريکايي پوځيان وژل شوي او تر ۲۰ زرو زيات ټپيان شوي دي.