د بلوڅ يکجهتي کمېټې مشره، ډاکتره ماهرنګ بلوڅ، نن په کراچۍ نړيوال هوايي ډګر کې د پاکستان له لوري نيويارک ته له سفر څخه وګرځول شوه.
هغې په يو ويډيويي پيغام کې ويلي، چې د ټايمز مجلې له لوري د کال «اغېزناکې رهبرې» په نوم د معرفي کېدو مراسمو ته دعوت شوې وه، خو پرې د سفر بنديز لګول شوی دی.
ډاکتره ماهرنګ وايي: «پاکستان د بلوڅانو د غږ له پورته کېدو وېره لري او غواړي د بلوچستان واقعيتونه پټ کړي.»