لیکنه: محمد ابراهیم شینواری

انسان له خپل پیدایښت څخه تر اوسنۍ زمانې پورې ستر پرمختګونه کړي دي، خو په دې اوږده سفر کې یې له یو بل سره همکاري او دښمني دواړه ښودلي دي. هغه نه یوازې د پرمختګ په لور قدم ایښی، بلکې په جګړو، اختلافونو، او ویجاړیو کې یې هم برخه اخیستې ده. په دې لیکنه کې به د تاریخ، بیولوژۍ، نیوروساینس، فزیک، ارواپوهنې، انسانپوهنې، ټولنپوهنې، فلسفې، سیاست او دین په رڼا کې د دې پوښتنې ځواب ولټوو چې آیا انسان په فطرت کې شریر دی که همکار؟

تاریخ:
د بشري تاریخ له مطالعې څرګندېږي چې انسان له خپلو همنوعانو سره هم د همکارۍ غوره مثالونه وړاندې کړي، ټولنې، ښارونه او بنسټونه یې جوړ کړي دي؛ خو له بلې خوا یې تر ټولو بدې جګړې کړي دي، طبیعت او چاپېریال یې ویجاړ کړی او نورو ژوندیو موجوداتو ته یې زیان رسولی دی.

  1. د ښکار او خوړو ټولونې دوره:
    په هغه وخت کې چې لا کورونه، کلي، او ښارونه نه وو جوړ شوي، او زراعت نه و رواج شوی، انسانانو د خوړو د موندلو لپاره ښکار کاوه او مېوې او غلې یې ټولولې. په دې دوره کې همکاري د انساني بقا او بریا لپاره ډېره مهمه وه او انسانانو ته یې د ژوند کولو لپاره لازمې زمینې برابرولې.
  2. د کرنې دوره:
    کله چې انسان زده کړل چې څنګه پر ځمکه کر وکړی، او له حیواناتو ګټه واخلي، نو کروندګرۍ ته داخل شو. په دې دوره کې، د منابعو د زیات تولید لپاره همکاري ګټوره وه، خو د منابعو پر سر لانجې او جګړې هم رامنځته شوې. پیاوړو ګروپونو پر کمزورو بریدونه کول او د هغوی منابع یې لوټلې.
  3. د لویو ټولنو جوړېدل:
    وروسته چې لویې ټولنې جوړې شوې، د متجانسو ګروپونو تر منځ همکاري زیاته شوه ترڅو ګډ ژوند او شریک روایتونه وساتي. خو د مقابلو ټولنو تر منځ د واک، منابعو او جوړو (ازواجو) پر سر جګړې لا شدیدې شوې او د جګړو سطحه پراخه شوه.
  4. د یووال نوح هراري نظریه:
    تاریخپوه او فیلسوف یووال نوح هراري وایي چې له نورو ژوندیو ژویو د انسان برتري په دې کې ده چې هغه په لویه کچه همکاري کولی شي او د لویو ټولنو د جوړېدو لپاره مشترک روایت جوړولی شي. نوموړی وایي چې د انسان بل مهم قابلیت دا دی چې تصور او تخیل کولای شي، چې په نتیجه کې کشف، اختراع او زیات تولید ممکنېږي.
  5. تاریخي پایله:
    تاریخ دا ښیي چې د همکارۍ په نتیجه کې ټولنې، وسایل، تخنیک، او سیستمونه رامنځته شول، خو د زیاتو منابعو او واک پر سر جګړو سترې تباهۍ رامنځته کړې. له دې ثابتیږي چې انسان د همکارۍ او اعمار، او تشدد، او ویجاړۍ دواړه استعدادونه لري.