لیکنه: محمد ابراهیم شینواری
انسانان د نړۍ تر ټولو نوښتګر او همکار موجودات دي، تفکر، تخیل، کشف، اختراع او ایجاد کوي، سترې ټولنې جوړوي تعاون کوي او نړۍ رهبري کوي خو حواس یې تر ځېنو نورو موحوداتو کمزوري دي.
راځئ نن د انساني حواسو توانمنۍ او محدودیتونه مررور کړو، چې په نورو بحثونو کې راسره نتیجې په رسېدو کې مرسته وکړي.
لیدل (Vision): د انسان سترګې کولی شي د رڼا څپې (wavelength) د ۳۸۰ څخه تر ۷۰۰ نانومیټره پورې وویني، چې دا د ارغواني (Violet) څخه تر سور (Red) رنګ پورې محدودې دي. زموږ سترګې کولای شي شیان د ورځنې له خوا په ښه توګه په رڼا کې وویني او د رنګونو توپیر وکړي. خو زموږ سترګې تر انفرارډ (infrared) لاندې او تر الټرا وایلیټ (ultraviolet) پاس رڼاګانو کې لیدل نه کوي، د شپې په تیاره کې یا د نور په کمښت کې د لیدو توان کمېږي. له شیانو څخه تر څلورو یا پنځه کیلو متره لېرې فاصله کې د انسان د سترګو لید محدودېږي، او د لېرې فاصلې دقیق لیدل ورته ناممکنېږي.
اورېدل (Hearing): انسان له ۲۰ هرتز څخه تر ۲۰,۰۰۰ هیڅ (هرټز – Hertz) پورې غږونه اورېدلای شي. همدا راز د انسان غوږونه د ژورو او لوړو غږونو توپیر کولی شي او د غږ سرچینه هم پیژندلی شي. خو د انسان غوږونه له ۲۰,۰۰۰ هرټز څخه لوړو غږونه (لکه الټراسونیک غږونه) او د ۲۰ هرټز څخه ټیټ غږونه (لکه انفراسونیک غږونه) نه شي اورېدلي. یعنې انسان د ډیر لوړ یا ډېر ټیټ شدت لرونکي غږونه، نه شي اورېدلای، او حتی ځینې وختونه دا لوړ غږونه د غوږونو د زیانمنېدو سبب کېږي.
خوند یا ذایقه (Taste): د انسان ژبه د پنځو اساسي (خوږ، تریخ، مالګین، تریو، او (umami) خوندونو توپیر کولای شي. خو انسان یوازې دا پنځه اساسي ذایقې حس کولای شي، او د نورو ګڼو ممکنو خوندونو او مخلوطو خوندونو چې د بېلابېلو غذاګانو له ترکیب څخه رامنځ ته کېږي، توپیر نه شي کولای. همدا راز د ذایقې حس د خوراکي موادو د تودوخې یا یخوالي پر اساس بدلون مومي، او په زړو خلکو کې کمزورې کېږي.
لمس (Touch): د انسان پوستکي کولای شي فشار، تودوخه، یخوالي، درد او لمس کړي. همدارنګه د پوستکي عصبي نهایتونه (nerve endings) د لمسېدونکو څیزونو نرموالی، زیږوالی، او د هغوی حرارت اندازه کوي. خو له دې سره سره د انسان د پوستکي حساسیت په مختلفو برخو کې متفاوت دی، مثلا په لاسونو او ګوتو کې ډېر حساس دی، او په اطرافو او لاسونو کې کم دی. همدارنګه پوستکی ډېرو یخو او یا ډېرو تودو او یخو شیانو ته ژر ځواب نشي ورکولای، او په ډېر لوړ یا ډېر ټیټ شدت د شیانو د لمس حساسیت کمیږي او یا له منځه ځي.
بوي (Smell): انسان تر ۱۰,۰۰۰ زیات مختلف بویونه حس کولای شي. بوي په هغو وختونو کې زیات حساس ي چې له پخوانیو یادونو او احساساتو سره وتړل شي. خو د څاروو (لکه سپي) په پرتله د انسان د بوی حس ډېر کمزوری دی. همدارنګه ځینې کمزوري بویونه انسان نشي حس کولای، او د وخت په تېرېدو یا د دوامداره تماس له امله هم د بویولو حس کمېدای شي، یا عادي کمېږي او یا ممکن محسوس نشي.
سره له دې چې انسان د ځمکې مشري او سرپرستي نېولې ده، خو حواس یې بشپړ نه دي، او یوازې په حواسو تکیه یې مغروره کوي او منحرفوي. د بېلګې په توګه لاندې حیوانات ترې په ځېنو ځانګو مهارتونو کې تکړه دي:
عقاب: د انسان په پرتله ۴ تر ۸ ځله قوي لید لري، چې له لرې فاصلې حتی تر دوه مایله پورې خپل ښکار په اسانۍ سره ویني.
پیشو: په بویولو کې تر انسان ۴۰ ځله قوي ده. د پیشوګانو د بویولو په سیستم کې ۲۰۰ میلیونه حواس شته، په داسې حال کې چې انسان شاوخوا ۵ میلیونه لري.
شارک: کولی شي په اوبو کې په ښه توګه برښنايي څپې درک کړي، او د “لورېنزیني امپول” په نوم د نور حیوانات د برښنايي څپو په مرسته وموي او ښکار یې کړي.
فیل یا هاتي. هغه ټیټې فریکونسۍ ۱۰ ځله ښه اوري، چې انسانیې نشي اورېدلی، د همدې قوت له امله له لېرې فاصلې اړیکې نېولای شي.
سپی: د انسان په پرتله یې د اورېدو قوه ۴ ځله پیاوړې ده چې له امله یې هم ښکار او هم خطر ژر تشخیصولای شي.
ډولفین: د “اکولوکېشن” په نامه یو سیستم کاروي، چې د انسانانو په پرتله ډېر پیاوړی دی او په اوبو کې په اساني لاره مومي او پیغامونه تبادله کوي.
پړانګ: تر ټولو چټک ځمکنی حیوان دی، چې په یوه ساعت کې تر ۷۰ میله چټکه منډه وهي، او له تر ټولو چټک انسان څخه ۳-۴ ځله زیات چټک دی.
اوښ: د لوږې او تندې پر وړاندې تر انسان ۱۰ ځله زیات ډېر زغم لري، او ځکه په سختو دښتو کې ژوند کولای شي.
مېږې: د خپل بدن تر وزن له لسو تر پنځوس چنده درانده شیان پورته کولی شي، او په دې برخه کې متناسباً تر انسان څو چنده قوي دي.
د انسان ځېنې نور خواص چې دی یې د نړۍ د سرپرستۍ او مشرۍ وړ کړی دی، بل وخت سره لولو. تاسو هم یو څه څېړنه وکړئ!