له خیبر پښتونخوا څخه ځایي سرچینې وایي چې پاکستاني پولیسو یوار بیا د پښتون ژغورنې غورځنګ پر لګولو شویو خیمو برید کړی دی.
د سرچینو د معلوماتو له مخې پاکستاني پولیسو تېره شپه نا وخته د پښتون عدالت قومي جرګې میدان ته ورغلي او یوشمېر خیمو ته اور ورته کړی دی.
سرچینو زیاته کړې چې د پاکستان حکومت په سیمه کې انټرنټ پرې کړی او له همدې کبله په دې اړه ډېر جزییات نه دي خپاره شوي.
باید وویل شي چې پاکستاني پولیسو او پوځیانو دوه ورځې وړاندې هم د پښتون ژغورنې غورځنګ لګولو شویو خیمو ته اور اچولی و او د جرګې یوشمېر تنظیموونکي یې وهلي ټکولي و.
دا په داسې حال کې ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د روانې اکتوبر مېاشتې په ۱۱ مه نېټه د پښتنو قومونو یوه لویه غونډه رابللې ده.