‏د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين د پاکستان ځايي حکومت او پولیسو ته د یو پرانیستي لیک په استولو له هغوئ غوښتي دي چې د ظالم خوا پریږدي او د مظلمو پښتنو ترڅنګ ودرېږي.

‏دغه پرانیستی لیک چې د پاکستان د څلورو صوبو حکومتونو او د پولیسو ادارو ته لیکل شوی پکې راغلي، چې جرګه د پښتنو يو مثبت دستور، رسم او رواج دی او په ګډه ستونزو ته د یوې معقوله حل لارې لټول دي او پولیس او ځايی حکومت دې ورسره د امن غږ بدرګه کړي.

‏منظور پښتین د روانې اکتوبر ۱۱ مې نېټې غونډې ته په اشارې ویلي دي چې دا د يو تنظيم، يو بيرغ او يوې ډلې غونډه نه ده، بلکې د ټولو پښتنو د هر قشر او لوري جرګه ده او ټول پکې برابر شريک او مسووليت پورته کوي.

‏په ليک کې پولیسو ته په خطاب کې لیکل شوي دي چې د نيابتي او ډالري جګړو د دوام لپاره پرلپسې د جرګې د ناکامولو هڅې کېږي، ترڅو «امن» مات او جګړه دوام وکړي.

‏منظور پښتین په دې لیک کې له پاکستاني پولیسو غوښتي دي که چېرې د دوی ترڅنګ دریدلی نشي نو ستونزې دې هم ورته نه جوړوي.