د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ شپږمه غونډه من جمعه د اکتوبر په ۴ مه نېټه په مسکو کې پیل شوه.
دغه غونډه د روسیې، هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، چین، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او افغانستان استازيو په ګډون پیل شوې ده.
تر دې وړاندې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې د افغانستان په اړه د مسکو شپږمې غونډې لومړیتوب د ملي پخلاینې د بهیر اسانه کول او له کابل سره د سیمې د هېوادونو د همکارۍ پراخول دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا، رسنیو سره په خبرو کې څرګنده کړه چې د غونډې اصلي برخه به د تړلو دروازو تر شا ترسره شي او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف به پکې وینا وکړي.