د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د ښوونکو ورځې په مناسبت د یو پیغام په خپرولو سره د ښوونکو د زحمتونو او هڅو قدر داني کړې ده.
حامدکرزي نن جمعه د اکتوبر په ۴ مه نېټه په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي دي هغه ښځینه ښوونکې، چې د نجونو د زدهکړو د بندېدو له امله په کور کېنول شوي، د ملاتړ او مرستې مستحقې دي او تر هغه چې بېرته خپلو دندو ته ستنېږي باید ورسره مرسته وشي.
نوموړي همداراز څرګنده کړې ده چې د افغانستان ښوونکو تل په محدودو امکاناتو د هېواد د پرمختګ لپاره د هېواد اولادونه روزلي دي.
پخواني ولسمشر یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې د نجونو د زدهکړو پر وړاندې ټول بندیزونه لېرې کړي، څو افغانستان د بهرنیو له احتیاجه خلاص شي.
کرزي همدارعز له نړیوالې ټولنې هم غوښتي څو افغان ځوانانو ته په کور دننه د زده کړې زمینه او تحصیلي بورسونه برابر کړي.