بښنې نړیوال سازمان له پاکستاني چارواکو غوښتنه کړې چې ژر تر ژره مخابراتي شبکې بېرته فعاله کړي او د سوله ییزو اعتراضونو حق ته درناوی وکړي.
دې سازمان ویلي چې حکومت باید د اعتراض کوونکو پر وړاندې له ناقانونه فشارونو او ځواکونو څخه کار وانخلي.
د تحریک انصاف ګوند پلویانو په اسلاماباد کې د اعتراضونو د ځپلو په غبرګون کې، بښنې نړیوال سازمان ټینګار کړی چې د اعتراضونو د مخنیوي لپاره د مخابراتي شبکو بندول او د لارو تړل د بیان د آزادۍ او معلوماتو ته د لاسرسي حق نقض کوي.