‏د بښنې نړيوال سازمان له طالبانو غوښتي، چې سمدستي خپلسرې نیونې او د خلکو شکنجه پای ته ورسوي.

‏یاد سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره له طالبانو د افغان خبریال حکمت ارین او سیاسي شنونکي جاوید کوهستاني د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

‏د بښنې نړیوال سازمان په خپله اعلامیه کې ويلي دي چې د طالبانو لخوا خپلسرې نیونې او شکنجې د دې څرګندونه کوي چې دغه ډله په زور د خپلې پالیسۍ پلي کولو ته دوام ورکوي.

‏دا په داسې حال کې ده چې طالب استخباراتو څو ورځې وړاندې په غزني ولایت کې د یوې سیمه ییزې راډیو مدیر مسوول، حکمت ارین ونیوو او لا هم د دې ډلې په بند کې دی.