د امریکا د سولې انستیتیوت په یوه تازه راپور کې ویلي چې د طالبانو د امربالمعروف او نهي عنالمنکر نوی قانون، چې د ښځو پر جامو، تګ راتګ او عامه حضور باندې محدودیتونه وضع کوي، د دیني عالمانو، مدني ټولنې او ان د ځینو طالب چارواکو له مخالفت سره مخ دی.
د راپور له مخې، د طالبانو مشر ملا هبتالله اخندزاده د سیمهییزو اختلافاتو د حل په موخه د افغانستان شمالي او لوېدیځو ولایتونو ته غیر معمولي سفرونه کړي دي. په عین حال کې، د طالبانو ځینې چارواکي لکه شیرمحمد عباس ستانکزی هم په عامه توګه د دې قوانینو مخالفت څرګند کړی دی.